Rahim Sekander
@rahim_sekander
دا مو اېکسټرا ژؤند دی یارو/ موږ باید ډېر مخکې ؤژل شؤي ؤای/ https://www.tiktok.com/@sekander.rahim?_t=8kRmjq2GGIB
که فکر مو وي مونږ او ستاسې مړۀ کېږو، پرته لۀ جګړې هم، همدا شېبه د ټوېټ لیکلو او لوستلو پر مهال هم. قبر ته لاړ شو، خاورې پې واړوو او مرګ را یاد کړو، خو فکر کوو چې چېرته بل څوک به مړ کېږي؛ خپل ځان ډېر کم خیال کې راولو. دا سوچ په کار دی چې زۀ څۀ پرېږدم، خلکو او ما ته یې څۀ ګټه رسي؟
موده پس څه عالي ترنم اورم👋 اسمان شین دی ما پخپلو سترګو ولید خو چې ته وایې باران دی، ښه نو وي به شعر: ... صمیم غږ: سعید الله ذهین
څنګه چې له ميډیا ډارېږو کاشکې له خدایه هم داسې ډارېدلی. پر اوږو مو له ناستو پرېښتو نه ډارېږو خو پر ټاورونو او پټو لګېدلو کیمرو ډارېږو. خدای راته د سترګو تر کسیو نېږدې دی خو په حقیقتونو سترګې پټوو. د دې دنیا به څه شرم وي چې د میډیا فاریو ته لاړ شي، د قیامت فاریو ۱۸ زره قامه ویني😢
ښه چې نه شئ یې مدیریتولی ولې خلک ورغواړئ؟ دا د کرکټ بورډ مخې ته د شپږېزې مینهوال دي چې په منډو سر دی، نن سم بېعزته شول. داسې کسان یې کنټرول ته درولي ول چې د مینهوالو په ارزښت نه پوهېدل. مشر او ماشوم ته یې نه کتل، بس کوتک یې پې وارول. ډېر خلک له لوی کندهاره، لوی ننګرهاره او…




که ما علم لرلی داسې خطابت مې کاوه👋 دا ګپ په هغه بله طبقه بد لګي چې ښځې یې نه خوښېږي. نر مزاجه دي حال دا چې همدا ښځه یې مور هم ده. تاسې تر ما د رسول الله ص ژوند ښه مطالعه کړی دی. هغه ص د عایشې رض په اړه څه نه دي ویلي؟ عایشې ته یې له ډېرې مینې سورمخې ویل رسول ص به چې لمونځ کاوه د…

زه مې خپله خبره بېرته اخلم👋 د سونا په اړه ما دوه منفي پوسټونه کړي ول، بیا نو سیخباراتو ډېره خواري راباندې کوله چې بلېک مېل مې کړي/ سونا ته مې بوځي او د شویو پوسټونو غچ واخلي، خو ما ځان اېخوا دېخوا کاوه، بالاخره په ډېر هنر روحاني ملا، قاري ساجد خوږیاڼي او جید عالم(!) عمري لوګري…




روستیو ناستو پاستو له برکته👋 د افغانستان پر مېوو مخکې پاکستان په یو ټن تقریبا ۷۰ زره کلدارې ټیکس/ مالیه اخستله خو اوس به ۲۷ زره اخلي. هسې نه اصلي وخت کې لارې بندې کړي😷

د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې عامو خلکو یو سړی په چادري کې نېولی، وایي ماشومان به یې تښتول. کومه سزا مو ورته خوښېږي؟
د فتوحاتو لړۍ👋 له جرمني روسته هند، ناروې او اندونیزیا ته هم یارانو تازه ډیپلوماټان ورولیږل. دیګه خدمتان؟

عکس کې د سوریې دفاع وزیر مرهف أبو قصرة وزیر ښکاري چې د شهادت اوازې یې خپرې شوې وې. نن د هغو ملګرو پوښتنې ته ورغلی چې تېره اونۍ پر دفاع وزارت د اسرایلو برید کې ټپیان شوي ول.

نننۍ شپږیزه لیګ کې د رحمن الله ګربز احترام👋 د مشر مینه هم چک لګوي
دا کیمرې وهلی ځکه یې غم خورول کېږي👋 هغه چې ښار او کلیو کې سترګې پې لګي څوک یې کیسه کې هم نه دي. ځکه بیا خو مرستهکوونکی ورسره مشهورېږي نا دغسې لکونه ماشومان شته یارو. خو دلته چې ښه رسوا نه شې او یا محرومیت ښکاره نه کړې تر هغې څوک مرسته نه ده درسره کوي.

ګوندې غافل یاران ترې وشرمېږي👋 کله کله د نظام لپاره ورکړې قربانۍ یادول ښه وي یارو
دا ځینې خلک د پنځو کسانو پر سر د ټول وطن ابادیو سره ضد پالي کله وایم بېرته د ابادیو خبرونو ته زور ورکړه دا تر ټولو یسس ځواب دی مثلا: افغانستان کې د کبانو روزنې 7 زره 700 فارمونه جوړېږي کور دننه به د کبانو غوښې 90سلنه اړتیا پوره شي هر فارم کې چې ۲۰ کسان بوخت شي، یونیم لاک کسان شول

سبا به مو B52ډوله الوتکه جوړه کړې وي، بیا به هم وایي چې دا خو کټ مټ همغسې ده همغسې دی وي خو چې خپل یې ولرو. نا؟ په خیراتونو اموخته ملته شکر وباسئ چې د ستنې جوړولو له پېغوره خلاص شوو. الحمد لله

دا وضاحت او معلومات هم اړین است👋 ډېرو خلکو نه منل.
یوه خبره به سره وکړو ښا؟👋 مشکل دا دي که انتقادي پوسټونه دې کول او یو دې پهکې د ستاینې یا ابادۍ خبره وکړه نو ځینې منفي معتادین بیا خفه وي چې ولې دې خپله لاره پرېښوده. که د ابادۍ او مثبتې خبرې دې کولې او یو دوه دې انتقادي وکړې بیا چاپلوسان خفه وي چې ولې منفیات خپروې. صیبه…
60 کاله روسته د بهر ماشینریو له محتاجۍ خلاصېږو👋 د ملي پراختیا شرکت د فابریکو یو لوی کمپلېکس جوړ کړ چې تقریبا 105 ډوله تولیدات به وړاندي کړي. اوس به د کرنیزو ماشینونو سربېره د مېوو وچولو ماشین هم ولرو چې بهر ته به یې په نه بیه نه لېږو.



