Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan
@MoFA_Afg
Welcome to official X page of the Ministry of Foreign Affairs of the Islamic Emirate of Afghanistan
Embassies, Consulates, and Permanent Missions of Afghanistan on X پر اېکس د افغانستان د سياسي، قونسلي او دايمي استازوليو رسمي پاڼې صفحات رسمی نمايندهگیها سياسی، قونسلی و دائمی افغانستان در ايکس x.com/i/lists/190958…
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لویدو په پېښه کې د ګڼ شمېر کسانو د ژوند له لاسه ورکولو له امله خپله ژوره خواشيني څرګندوي، او د روسیې فدراسیون حکومت او قربانيانو کورنيو سره خپله خواخوږي ښيي.

خبرتیا د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست د مصدقه سندونو متقاضیانو لپاره د لا اسانتیاوو برابرولو، له ولایتونو څخه مرکز ته د تګ راتګ له اضافي لګښتونو او د وخت ضیاع څخه د مخنیوي په موخه، په پام کې لري چې د کابل تر څنګ، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د افغان پوسټ امارتي شرکت...
د حکومت د رسنیو په مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام 🔴
د اقتصادي اړيکو رياست د آسیایي پراختیایي بانک، اسلامي پراختیایي بانک او نورو سازمانونو سره د اړیکو له لارې وتوانېد، چې د ځنډېدلو پروژو د بیا پیلېدو، د خصوصي سکتور د ملاتړ، او د فقر د محوې او اقتصادي ودې برخه کې د همکاریو زمینه بربره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رياست د اقتصادمحوره سیاست پر مټ توانېدلی، چې د ټاپي، کاسا – زر، لاجورد، ټرانس - افغان ختیځ او لویدیځ دهلیزونو په څېر مهمو سیمهییزو پروژو د عملي کېدو زمینه برابره کړي.
د صادراتو د پراختیا، پانګې جذب او ارزانه مارکېټونو ته د لاسرسي په موخه، له بېلابېلو هېوادونو سره تجارتي هوکړې، معافیتونه او تعرفوي اسانتیاوې تر لاسه کړې دي، چې د افغاني صادراتو د زیاتوالي او مثبت سوداګریز بیلانس ته زمینه برابره کړې.