Ismaeel Yoon
@IsmaeelYoon
مننه او کور ودانی: له ټولو هغو کورمېشتو او بهرمېشتو افغانانو څخه د زړه له تله مننه کوم چې زما د اولادونو پر تحصیلي بریا یې خپله خوښي ښودلې او موږ ته یې مبارکیانې رالېږلي دي. خدای ج دې داسې وخت راولي چې هره افغانه او هر افغان د زده کړو له حقه او د زده کړو له نعمته برخمن شي. #تعلیم

که په وطن کې مکتبونه او پوهنتونونه خلاص وای، نن به زما کشره لور (سوله) او زوی (ودان) هم، لکه د کرزي صاحب زوی میرویس دلته په خپل وطن کې فارغېدل خدای دې وکړي چې ژر تر ژره د ښځو پر مخ د #تعلیم دا بندې دروازې بیا پرانیستل شي دوی تېره ورځ د ترکیې د استانبول ګلیشیم پوهنتونه فارغ شول




په کابل کې د مرحوم مطیع الله تراب ننۍ فاتحې ته د ملي مبارز منظور پښتون د خوا خوږۍ پیغام @ManzoorPashteen
مولانا خانزېب د بېهوښه قوم څراغ دیني عالم درته وژني، قومي مشر درته وژني ، ژبور او زړور شخصیت درته وژني ، نو (( اوس پرې پوه شولې ولسه دا د څه لپاره جنګ دی؟)).


له طلوع نیوز سره مې په کابل کې د ایرانستاني سفیر علي رضا بیګدلي بشپړه پنځویشت دقیقې مرکه واورېده. تر پایه یې د افغان کلیمې په ځای «افغانستاني ها» تلفظ کوله. د دوی ستونزه زموږ د سیاسي استقلال او سیمئیز پیاوړي موقف سربېره زموږ له هویت سره هم ده. اطلاعات و فرهنګ وزارت ولې ویده دی؟




د جولای په یوولسمه، د ملي شهید ګيلمن وزیر لومړی تلین دی. ګیلمن یوازې یو شخص نه و،بلکې ګیلمن د لر او بر افغانانو د یووالي او شعور د ويښولو یو ژوندی مکتب و. ده د ملګري او لارویان به دا مکتب د بریا او کامیابي اوج ته رسوي. #RememberingGilamanWazir @ManzoorPashteen @HanifPashteen_

ملي درې رنګه بیرغ مو د عزت، هویت، غرور، استقلال، آزادي او خپلواکې بیرغ دی. دا بیرغ د حکمتونو نه بلکې د اولس او خلکو دی. حکمتونه به بدلېږي را بد لېږي خو دا سل کلن بیرغ به لا د اولس په زړونو رپېږي. بیرغ مو د مور د سر پړونی دی او پښتانه هېڅ وخت مور نه بې پړوني کوي. #بیرغ

#ایران د خپلو اسلامې او ملي ارزښتونو تر ساتلو ور هاخوا له نړۍ سره د عصري او تکنالوژي علم په سره سیالي کوي او نن یې د همدې تکنالوژي په اساس له ځانه ښه په مېړانه او غیرت دفاع وکړه خو موږ لا په ۲۱مه پیړۍ کې عصري تعلیم او تکنالوژي #مباح بولو. #Iran #Israel




هیوادونو ته د جغرافیې او مساحت له عینکو مه ګورئ، بلکې د علم، ساینس او تکنالوژي له زاویې و ګورئ. اسراییل د جغرافیې په لحاظ کم خو د علم او تکنالوژي په لحاظ سره د نړۍ په لویو مملکتونو راج چلوي. #عصري #تعلیم #مباح نه، ضرور دی.

اختر مو بختور: ټولو بهرمېشتو او کورمېشتو افغانانو ته د لوی اختر د رارسېدو له امله د زړه له تله مبارکي وایم ، خدای ج دې وکړي چې دا اختر ټولو هېوادوالو ته د نېکمرغۍ او سوکالي زېري ولري.

د ۲۱ مې پېړۍ اسلامې مشر احمد الشرع له جهاد را وروسته نن یو ځل بیا د خپل ملي بیرغ تر څنګ له خپل لوی سیال ټرمپ سره را وړاندې شو. په دې سره به جهادي مشر یو ځل بیا د سوریې اسلامې تاریخ را ژوندی او سوریه به یو ځل بیا په خپل ویاړلي اسلامې تاریخ ښکلې کړي.

زه د شمالي ټلوالې متخصص یم، او تر بل هر چا یې ښه پېژنم، دوی تل له افغانیته منکر سوي او منکر دي. هغه خلک چې په خارج کې دي او له افغانیته منکر دي دلته دې هویتونه لغوه او جایدادونه وویشل شي.