Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
@GhafoorLiwal
Writer and Poet.🇦🇫 Ex Ambassador to Iran ۔ Former Acting Minister MoBTA۔ Former Director RSCA(Regional Studies Center of AFG)
زموږ مقدس ملي بیرغ د دې ویاړلي ملت د ګډ عظمت پر هسک رپیږي او تل رپیږي!

چې د خپلو معصومو تنکیو بچیو تورې اوښتې ډډې و جنازې ویني و نه راویښیږي، چې پخپله ترې کړیږي و لا نه هوښیاریږي... نو ستا په دې چیغو او فریادو به څه راویښ شي؟ هسې دې له ځانه بدوګی جوړ کړی. دوی ته د ګل و بلبل سندرې وایه یا په خرافاتو د خپل ایمان تظاهر کوه، پر تندي دې تور داغ رسم کړه،…
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په روستي ګزارش کې، د دوو کارول شویو اصطلاحاتو په حقوقي مانا پوه نهشوم. ۱- خپلسرې نیونې (گرفتاریهای خودسرانه). ۲- ناقانونه نیونې (گرفتاریهای غیر قانوني). په اوسمهالي افغانستان کې دغه دوه اصطلاحات څه مانا لري؟ د خپلسرو نیولو اصطلاح څه ته…
په پاکیستاني مدرسو کې تشدد، وهل ټکول، سپکاوی، په سوال و خیرات و چنده د خوړو او جامو د راټولولو له کبله د ماشومانو شخصیتوژنه او لسګونه نور روحي - پیداګوژیک تاوانونه خو لا پرېږده، چې د جنسي تېریو او جنسي ځورونې لړۍ یې بیخي د زمکې پرمخ دوزخ سترګو ته دروي. دا ټول تصادفي نه دي. که…
هغه ماشوم چې د پښتونخوا په کومه مدرسه کې په وهلو وهلو وژل شوی، د پاکیستاني استخباراتي مدرسو د چلوونکیو، تشپهنوم قاریانو او شیخانو وحشيتوب او سادیستي رواني ناروغي ثابتوي. د انسان ورته غونی ځیږ شي. دا ماشوم هسې هم په راتلونکي کې وژل کېده، یا به یې د پاکیستاني ګټو لپاره ځانمرګی…
بهر ته د تبعید شویو افغانانو لوڼې و زامن به خامخا له معتبرو ښوونځيو او پوهنځیو څخه فارغیږي او جشنونه به ورته نیول کیږي، خو راځئ، چې: د خپلو هغو وطنپاتې لوڼو د اوښکو لپاره، چې له زدکړو محرومې دي او د هغو وطنپاتې زامنو د ناهیلۍ لپاره، چې له عصري و علمي نصابونو څخه محروم کړای…
«شیتل» ودرېدله، په غرور. ټیکري یې باد ته نڅل، لکه د لګیدلي سرتیري له منګولو پرېوتونکی بیرغ ډز ډز ډز او راړنګه شوه کږه وږه لکه اوبو کې د بتې نڅا د بوړبوکیو لور تاوه شوه چې د عشق د ټولو جلادانو مخ ته خاورې وشیندي شګې تږې نه وې. د وینو دارو د رالوېدلو میینو ترمنځ تک سور پول…
لږ ځير شئ! ښه پام وکړئ! په تېرو سلو کلونو کې، پخوا هر انګریزدوښمنه او بیا راروسته هر پاکیستاندوښمنه افغان ولې تکفیر شوی دی؟ د انګریز و پاکیستان د افغاندوښمنه دسیسو بربنډول او په دې اړه څه ویل ولې کفر ګڼل کیږي؟ پاکیستانیت ته څه ویل ولې له دین سره دوښمني بلل کیږي؟ په راتلونکي کې…
په نړۍ کې جګړې، ولږه و ناروغۍ زرګونه انسانان وژني، خو نور انسانان ترې سترګې پټوي او وايي: - نو زما یې پرې څه؟ - زه څه کولای شم؟ - زما په ژوند یې مخامخ اغېز نهشته. بل ځای د یوه بوډا په لاس سپینه لکه پیدا او رګونو کې یې ناروغي پېښه شوې، خو تقریباً ټوله نړۍ پرې خبرې کوي. دا لاس…
وايي دا «افغاني کلتور» دی. خو کلتور نهپېژني، چې ایله ۶۰ یا ۷۰ کاله مخکې له فرانسوې ژبې افغانستان ته راغلی، په پښتو کې ورته فرهنګ وايي (دود یې یوه برخه ده) . که دا ستا لرغونی فرهنګ وي، نو بیا یې د کفارو په ژبه «کلتور» ولې بولې؟ او که فرهنګ یا ستا په مقلده ژبه «کلتور» دومره مهم…